Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

جرمني یو شمېر نور افغان کډوال هم خپل هېواد ته را ستنوي

0
جرمني په پام کې لري چې یو شمیر نور هغه افغانان چې دې هېواد د کډوالو په توګه نه دي منلي، افغانستان ته راستانه کړي.


DPA خبري اژانس د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد کړی، خبر ورکوي چې جرمني به دا ډله افغان پناه غوښتونکي د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته را واستوي.


د احصاییو له مخې، د ۲۰۱۶ کال له ډېسمبر میاشتې راهیسې ټول ۶۷۶ افغانان له جرمني را ایستل شوي دي.


په همدې حال کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي چې اروپايي ټولنه که ګډ کار ونه کړي، نو د ۲۰۱۵ کال په پرتله د زیات شمېر غیر قانوني کډوالو له بهیر سره به مخامخ شي.


هورسټ سیهوفر نن یکشنبه د جرمني بېلډ ورځپاڼې ته وویل، اروپايي ټولنه باید د خپلو بهرنیو سرحدونو د کنټرول لپاره هڅې چټکې کړي.


ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د سې شنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو د ننوتو پر ستونزه خبرې وکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса