Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

پوليسو په کندهار کې د ۳۳ ميلیونو کالدارو غله نيولي

0
چارواکي وایي چې پوليسو په کندهار کې د ۳۳ ميلیونو کالدارو غله نيولي ذي.


د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دواړه غله نن د کندهار د درېيمي حوزې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.


بارکزی وایي چې يادو دوو کسانو نن د کندهار د صرافۍ له مارکېټه د سوداګرو ۳۳۰ لکه کالداري چې غزني ولایت ته لېږدول کېدلې، غلا کړي وې چې وروسته د پوليسو له خوا ونیول شول.


د پوليسو ویاند وایي چې له غلو ترلاسه شوې پېسي خپلو څښتنانو ته سپارل شوي دي.


د دې ترڅنګ پوليسو د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې هم څلور غله نیولي چې په دې ولایت کې به یې له خلکو څخه په زور موټرسایکلونه ايخستل، نيولي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса