Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

"لښکرګاه کې د طالبانو برید کې شپږ پولیس وژل شوي"

0
د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې چارواکي وایي، د لښکرګاه ښار په نهمه حوزه کې د طالبانو په برید کې شپږ پولیس سرتېري وژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان دي.


د هلمند والي ویاند عمر ځواک وویل، په جګړه کې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي خو دقیقه شمېره یې په واک کې نه لري.


د تېرې شپې د برید په اړه حکومتي چارواکي جزئیات نه ورکوي، خو د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، جګړه د سره ګودر سیمې په مربوطاتو کې شوې او شپږ پولیس پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.


طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


دوه شپې وړاندې هم په دغه سیمه کې د طالبانو په یوه برید کې اته پولیس وژل شوي وو. په دغه سیمه کې د طالبانو بریدونه په دې وروستیو کې ډېر شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса