Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

پوځي چارواکي په لوګر، کندهار او ارزګان کې د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

0
د افغانستان پوځي سرچینې وايي، په لوګر کې د نړیوالو ځواکونو هوايي برید ۸ طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.


په لوګر کې د ۲۰۳ تند قول اردو څلورمې پلې لوا په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې طالبان د مرکز پل علم اړوند کمال خېلو کې په نښه شوي دي.


په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي کسان په لوګر کې د طالبانو مهم غړي وو.


په ورته وخت کې د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وایي، څلور وسله وال په میوند ولسوالۍ کې په داسې حال کې ووژل شول چې موټر یې پر خپل ښخ کړي ماین وخوت.


د اتل قول اردو ویاند خواجه یحی علوي ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د دغې ولسوالۍ په چشمو نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.


ښاغلي علوي همداراز وویل چې د ملا داود په نوم یو بل وسله وال د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی او پنځه نور وسله وال ټپیان شوي دي.


طالبانو تراوسه د دولتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса