Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

طالبان: د ١١ طالبانو په بدل کې ۳ برمته شوي هندي وګړي خوشې شول

0
افغان طالبان وايي چې د ١١ طالبانو د ازادۍ په بدل کې يې درې برمته شوي هندي وګړي خوشې کړي دي. 


د دوى په خبره، په دغو خوشې شويو طالبانو کې د دوى ځيني مهم غړي هم شامل دي. 


د طالبانو دوو مسؤلانو پرون ازادي راډيو ته وويل، دا تبادله پرون وشوه، خو دوى د دې تبادلې د ځاى په اړه څه ونه ويل. 


د طالبانو دغو مسؤلانو د موضوع د حساسيت له کبله د نوم نه ښوولو په شرط دا خبرې کړي دي. 


دوى نه دي ويلي چې دغه طالبان له افغان چارواکو سره بنديان وو، که په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره؟ 


د افغانستان يا هندوستان چارواکو سم د لاسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. 


په بغلان ولايت کې اووه تنه هندي انجنيران چې د برېښنا په يوه پروژه کې يې کار کاوه، د ٢٠١٨ میلادي کال په مې مياشت کې وتښتول شول.


د هغې تښتونې مسؤليت چا نه و منلى.


له هغې ډلې يو برمته شوى انجنير خوشې کړاى شو، خو د نورو د برخليک په اړه معلومات نه وو. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса