Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

په بدخشان کې شهدا او بهارک لپاره د طالبانو پوځي مسؤلان وژل شوي

0
د بدخشان ولايت چارواکي وايي، د شهدا او بهارک ولسواليو لپاره د طالبانو پوځي مسؤلان وژل شوي دي. 


د بدخشان مطبوعاتي دفتر تېره شپه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل مولوي محمد داود خالد او د بهارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل برکت الله ارشد په هوايي حمله کې وژل شوي دي. 


د اعلاميې په حواله، د افغانستان هوايي ځواک د طالبانو دغه دوه پوځي مسؤلان په بلې ولسوالۍ وردوج کې په نښه کړي دي. 


د بدخشان مطبوعاتي دفتر ويلي چې د طالبانو دغو دوو پوځي مسؤلانو له کلونو راهيسې پر خلکو ظلمونه کړي دي. 


وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса