Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

عبدالله عبدالله: د بهرنيو چارو وزارت وياند خپل کار ته دوام ورکوي

0
د افغانستان اجرائيه رياست وايي، صبغت احمدي د بهرنيو چارو وزارت د وياند په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.


دغه رياست تېره شپه د احمدي د لېرې کېدو په تړاو په يوه اعلاميه کې وويل: په دې وخت کې انتصابونه او برطرفۍ کېداى شي له انتخابات سره ارتباط ولري. 


په اعلاميه کې ويل شوي چې صبغت احمدي د سولې د پروسې په ملاتړ د بهرنيو چارو وزارت موقف بيان کړى دى. 


د افغانستان جموري رياست پرون ماسپښين په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې احمدي په رسنيو کې د غير مسؤلانه څرګندونو په خاطر له دندې لېرې کړاى شوى دى. 


صبغت احمدي په وروستيو کې پاکستان ته د طالبانو د هيئت تر سفر وروسته په خپل ټوېټر کې ليکلي: د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقيمو خبرو د زمينې برابرېدو لپاره د سيمې او نړۍ د هېوادونو د هڅو هرکلى کوي. 


وروسته د جمهوري رياست وياند صديق صديقي په خپل ټوېټر کې وليکل چې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د کتنې په اړه د بهرنيو چارو وزارت د وياند وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دى او د حکومت ليدلورى نه څرګندوي.


خو ښاغلي احمدي په ځواب کې وويل، د بهرنيو چارو وزارت رسمي دريځ يې بيان کړى دى. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса