Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د ټرمپ د خبرو دوهم افشاګر له امریکایي استخباراتي څارونکو سره غږېدلی

0
په امريکا کې دوهم افشاکوونکي چې وايي د اوکراين له ولسمشر سره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د معاملې په اړه د لومړي لاس معلومات لري، د استخباراتي ادارو له داخلي څارونکو سره خبرې کړي دي. 


دا خبره د لومړي افشاکوونکي مدافع وکيل کړې ده. 


لومړي افشاکوونکي تېره مياشت رسمي شکايت وکړ چې هغه شکايت د ولسمشر ټرمپ پر خلاف د استيضاح لپاره د څېړنې سبب شو. 


مدافع وکيل مارک زيد پرون نيوز ټلويزيون ته وويل، دوهم تن هم استخباراتي مامور دى چې څارنوال ورسره خبرې کړي دي. 


اسوشېټېډ پرېس د زيد خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي، له دوهم افشاکوونکي سره د لومړي لاس داسې معلومات شته چې د اصلي يا لومړي افشاکوونکي ادعا پخوي. 


اصلي افشاکوونکي ادعا کړې چې ولسمشر ټرمپ له خپل قدرته په استفاده د ٢٠٢٠ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له يوه بهرني هېواد څخه د مداخلې غوښتنه کړې ده. 


دا تورونه د هغې ټيليفوني مکالمې په اړه دي چې ولسمشر ټرمپ له خپل اوکرايني سيال ولادیمير زيلينسکي سره د جولاى پر ٢٥مه کړې وه.


ولسمشر ټرمپ په وار وار دغه تور رد کړى دى. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса