Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

جلال اباد کې د ملي اردو پر موټر چاودنې ۱۰ کسان وژلي او ۲۷ نور ټپیان کړي

0
د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي اردو پر یوه کاسټر موټر چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.


د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې په دغه موټر کې د ملي اردو د جلب او جذب سرتېري سپاره و چې د پوهنتون روغتون سره نزدې پرې نن مازدیګر څلور نیمې بجې چاودنه وشوه.


د هغه په وینا په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.


ښاغلي خوګیاني وویل چې چاودېدونکي توکي په یوه زرنج کې ځای پرځای شوي وو.


د ننګرهار ولایتي روغتون چارواکي وایي چې ددغې پېښې یو مړی او ۲۹ ټپیان دوی ته وروړل شوي دي.


تراوسه چا ددغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса