Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د بشري حقونو سازمان: بلاروس دې تاجکستانی فعال خپل هېواد ته نه ستنوي

0
د بشري حقونو نړيوال سازمان یا هیومن رايټس واچ د بلاروس له حکومته غوښتي چې د بشري حقونو تاجکستانی فعال فرهاد اودينايف دې خپل هېواد ته بیرته نه لیږي.


د دغه سازمان په وینا، اودینایف په خپل هېواد کې د شکنجې او بدچلند له خطر سره مخامخ دی.


د بشري حقونو نړيوال سازمان د مرکزي اسیا د برخې لوړپوړي څېړونکي سټیف سوېردلو په وینا، د تاجکستان حکومت په ځپلو مشهور دی او بهر میشتي سوله ییز فعالان تهديدوي او تورونه یې سياسي انګېزه لري.


د بلاروس حکومت د تاجکستان په غوښتنه اودينايېف د سپټمبر په ۲۵مه په داسي حال کې توقیف کړ چې د پولېنډ پلازمېنې وارسا ته د بشري حقونو په اړه یوه کنفرانس ته روان وو.


په بلاروس کې د بشري حقونو یوې ډلې د ازادي راډيو ځايي څانګې ته ویلي چې تاجکستاني چارواکو پر اودينايف تور پورې کړی چې د یوه ممنوع اعلان شوي سازمان غړی دی.


 اودینایف د تاجکستان او روسیې پاسپورټونه لري او تاجکستان ته د سپارل کېدو له خطر سره مخامخ دی.


اودينايېف په ۲۰۱۳ میلادي کال کې څو مياشتې د ممنوع اعلان شوي اسلامي رنسانس ګوند غړی وو او د حکومت مخالف ټلویزیوني چینل یې له مسکو څخه نشرات درلودل چې په همغه کال د مسکو له خوا وتړل شو.


اسلامي رنسانس ګوند په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تروريستي ډله اعلان شوه چې د بشري حقونو د مدافعینو په وینا د تاجکستاني چارواکو دا اقدام نه توجیه کېدونکی دی او سیاسي انګېزه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса