Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د عراق ولسمشر د حکومت ضد مظاهرو ختمېدو لپاره د ملي مذاکراتو وړاندیز کړی

0
د عراق ولسمشر برهم صالح وړاندیز کړی چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د ختمیدو لپاره ملي مذاکرات پیل شي.


د عراق د حکومت پر ضد اعتراضونو کې چې یوه اونۍ دمخه پیل شوي، څه باندي سل تنه وژل شوي دي.


ښاغلي صالح پرون دوشنبه (سپټمبر ۷مه) په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل، پر معترضانو او امنیتي ځواکونو برید کوونکي د خلکو دښمنان دي.


تر دې خبرو څو ساعته وړاندې د عراق پوځ ومنله چې د یکشنبه په ماښام د بغداد په ختیځ کې د معترضانو پر ضد له ډېره ځواکه کار اخستل شوی دی.


اعتراض کوونکي د اکتوبر پر لومړۍ سړکونو ته راووتل.


وروسته د دغو اعتراضونو لمنه عمدتا شیعه مېشتو جنوبي سیمو ته وغځیده.


اعتراض کوونکي د فساد، بیکارۍ، د کمزورو عامه خدماتو، د برښنا د پرله پسې پرچاوۍ او د اوبو له نه شتون څخه شکایت لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса