Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

سرپل کې پولیسو یو طالب وژلی چې غوښتل یې د رأی ورکوونکو ګوتې پرې کړي

0
د افغانستان د شمالي ولایت سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې پولیسو د طالبانو یو سرګروپ وژلی چې د چارواکو په خبره غوښتل یې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو ګوتې پرې کړي.


د سرپل د پولیسو ویاند نورآقا فیضي د دوشنبې (میزان ۱۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، قاري ناصر په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو پېژندلو لپاره د سانچارک ولسوالۍ په توپخانې سیمه کې پوسته جوړه کړې وه.


ښاغلي فیضي وویل، دغه طالب سرګروپ غوښتل له خلکو پیسې واخلي او د هغو کسانو ګوتې پرې کړي چې په ټاکنو کې یې رأیه ورکړې ده.


د پولیسو ویاند وویل چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې قاري ناصر ووژل شو او دوه نور ملګري یې ټپيان شول.


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د سرپل د مرکز او سانچارک ولسوالۍ ترمنځ لاره له تېرو شپږو میاشتو راهیسي ناامنه ده او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې کله ناکله د طالبانو غړي د لارې په اوږدو کې له خلکو باج اخلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса