Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

افغان ولسمشر د امریکا د سنا جرګې له یوه پلاوي سره کتلي

0
د امریکا د سنا جرګې یوه پلاوي له افغان ولسمشرسره په کتنه کې ویلي چې واشنګټن د سولې د هغه بهیر هرکلی کوي چې په ترڅ کې یې د ښځو د حقونو په ګډون په دې هېواد کې د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې او د جمهوري نظام دوام خوندي شي.


ولسمشرۍ ماڼې په یوه ټوېټر کې لیکلي چې له ولسمشر اشرف غني سره دغه پلاوي تېر ماښام په ارګ کې وکتل.


د امریکایي سناتورانو دغه پلاوي په افغانستان کې په بریالۍ توګه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کول ستایلي او هغه یې د ولسواکۍ د ستنو د لا پیاوړي کېدو لپاره مهم بللي دي.


دغه پلاوي د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت او هم د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخو کې د افغان ځواکونو د اقداماتو ستاینه هم کړې ده. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса