Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

ترک ځواکونو د سوریې د کردانو په سیمه کې پرمختګ کړی

0
ترک ځواکونو د سوریې په خاوره کې د کردانو په مشرۍ ځواکونو تر کنټرول لاندي سیمو کې د عملیاتو په دوهمه ورځ پرمختګونه کړي دي.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د نړیوالو هغه انتقادونه رد کړل چې د  دغو پوځي عملیاتو  په اړه یې کړي دي . ولسمشر اردوغان وایې دا عملیات د دوی پر سرحد د تروریستي عناصرو د له منځه وړلو په هدف پیل شوي دي.


اردوغان زیاته کړه ترک ځواکونو تر اوسه ۱۰۹ تنه کرد ځواکونه چې ده تروریستان وبلل ، له منځه وړي دي.


دغو ځواکونو تر دې وړاندي ویلي وو چې د دغو عملیاتو له پیل راهیسي یې ۱۸۱ اهداف په هوایې او توپخانه یې بریدونو په نښه کړي دي.


 


د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو هم پر سرحدي سیمو د سختو نښتو راپور ورکړی دی. دوی ترکي ځواکونه تورنوي چې هغه زندان یې هم ویشتلی چې د اسلامي دولت ډلي یا داعش وسلوال پکي بندیان دي.


د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د ترکیې دا اقدام د داعش وسلوالو له تښتي سره د مرستي یوه ښکاره هڅه بللې ده.


خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د داعش ډلي هغه زندانیان چې باید په زندان کې وي  ، بندي به وساتل شي او هغه زندانیان چې د هغوی اصلي هیوادونه یې ورغواړي، هغو ته به ورکړل شي.


ولسمشر اردوغان زیاته کړه، دی دا تضمینوي چې د ترکیې د پیل شویو عملیاتو تر بشپړیدو وروسته به د اسلامي دولت ډله د سوریې په شمال کې حضور ونه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса