Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

فرانسې او عرب لیګ د ترکیې د عملیاتو د درېدو غږ وکړ

0
د فرانسې حکومت او د عربي ټولنې [عرب لیګ] غړو هېوادونو پر ترکیې ږغ کړی چې په سوریه کې پوځي عملیات بند کړي.


د فرانسې ولسمشر اېمانوئل مکرون پرون، شنبه ویلي چې دا عملیات د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې داعش ته زمینه برابرولائ شي چې له سره فعالیت پېل کړي.


د فرانسې د ولسمشر دفتر وویل چې مکرون د امریکا له ولسمشر دونالد ټرمپ سره دا خبرې په ټېلفوني مکالمه کې کړې دي.


د عرب لیګ مشر  احمد ابوالغیط هم پر ترکیې ږغ کړی چې پوځي عملیات بند کړي او خپل عسکر له سوریې وباسي.


د عرب لیګ مشر پرون ویلي چې د ترکیې عملیات د یوه عربي دولت پر واکمنۍ او د خاورې پر بشپړتیا یرغل دی. خو د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې په سوریه کې به یې پوځي عملیات دوام ولري.


چاوش اغلو ویلي، حتی که ترکیه  هغه متحدان یوازې پرېږدي چې د تروریستانو ملاتړکوي،  بندیزونه ورباندې ولګوي یا سزا ورکړي، له خپلو عملیاتو نه شاته کېږي. ترکیه او امریکا د ناټو غړي هېوادونه دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса