Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی

0
په بورکینا فاسو کې پر یوه جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی.


روېټرز خبري اژانس پرون د اکټوبر په دولسمه د بورکینا فاسو د پولیسو په حواله وویل چې پر لمونځ کوونکو د جمعې د لمانځه په وخت کې ډزې شوې وې.


په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې په اړه معلومات پرون خپاره شول.


د افریقا په لوېدیځ کې دا پروت هېواد یوازې نولس ميلیونه وګړي لري.


په وروستیو میاشتو کې په دې هېواد کې د توکمییزو لانجو او د اسلامپالو ډلو د فعالیت د پراختیا رپوټونه خپرېږي.


روېټرز خبري اژانس وايي چې پر لمونځ کوونکو د حملې هدف نه دی معلوم.


خو د روېټرز په حواله، مشکوکو جهادیانو تېره اوونۍ هلته د سرو زرو پر یوه کان حمله کړې وه او ۲۰ تنه یې وژلي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса