Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

چارواکي: د میدان وردګ د جغتو ولسوالۍ ولسوال وژل شوی

0
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال په یوه برید کې وژل شوی دی.


د ولایت مقام ویاند محب الله شریف زوی نن ازادي راډيو ته وویل چې د جغتو ولسوالۍ ولسوال راز محمد وزیري تېره ورځ ناوخته د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې نامعلومو وسله والو وژلی دی.


شریف زوی وايي، غلچي برید کوونکي له سیمي په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو هڅې یې پیل شوي دي.


دی وايي، ولسوال په کابل د ولایتي او مرکزې ادارې له لوري یوه لس ورځني ورکشاف ته معرفي شوی و.


د یادې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.


شریف زوی زیاتوي چې له دې وړاندې د میدان وردګ ولایت یو شمېر مهم کسان په کابل ښار کې وژل شوي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса