Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

الېس وېلز: د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو پرېکړې ته باید درناوي وشي

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې سرپرستې، الېس وېلز ویلي چې په افغانستان کې د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکۍ او پرېکړو ته باید درناوی وشي.


مېرمن وېلز په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنې بریالۍ بللې دي. د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر ویلي چې نوموړې نن (اکټوبر ۱۵مه) له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره کتلي دي.


په بیان کې د ولسمشر غني په حواله لیکل شوي چې هېڅ کاندید باید د کمېسیون تر اعلان مخکې د بري ادعا ونه کړي.


د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه وشوې.


په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر (یوناما) نن وویل چې د انتخاباتو په تړاو په وسله والو حملو کې ۸۵ ملکي کسان ووژل شول او ۳۷۳ نور زخمیان شول. 


یوناما ویلي چې په افغانستان کې یوازې د انتخاباتو په ورځ ۲۸ تنه په وسله والو حملو کې وژل شوي او ۲۴۹ تنه زخمیان شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса