Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د فراه چارواکي په بالابلوک ولسوالۍ کې د ۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

0
د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې امنیتي چارواکي وايي، په بالابلوک ولسوالۍ کې ۷ طالبان په هوايي عملیاتوکې وژل شوي دي.


د فراه د پولیسو ویاند، محب الله محب نن (اکټوبر ۱۵مه)، ازادي راډیو ته وویل چې په بالابلوک کې هوايي عملیات ګډو ځواکونو کړي دي.


ښاغلي محب زیاته کړه، د فراه ښار په مرکزي سیمو او شااوخوا ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي، دا عملیات به تر هغه روان وي چې د فراه ښار په شاوخوا کې ټول کلي تصفیه او تلاشي شي.


طالبانو په بالا بلوک کې د خپلو ۷ وسله والو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса