Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

۲۲ تنو افغان پیلوټانو په چک جمهوریت کې روزنیزه دوره بشپړه کړه

0
د دوشنبې په ورځ ۲۲ تنه افغان پیلوټانو د چک په جمهوریت کې د یوې روزنیزې دورې له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل چې د چارواکو په وینا ژر به د افغانستان په هوايي ځواک کې خدمت ته ستانه شي.


په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد ګل اریوبي چې د چک د دفاع د وزارت له مرستیال سره یو ځای یې د افغان پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې وویل، د افغان پیلوټانو په روزنه کې چک مهم رول لوبولی.


د روزنې دا پروګرام د امریکا متحده ایالتونو او ناټو په مالي مرسته له څو کلونو راهېسې پر مخ بیول کیږي چې تردې مخکې یې هم د افغانستان د هوايي ځواک لپاره په بېلابېلو روزنېزو دورو کې شا او خوا ۱۲۰ تنه افغان پیلوټان روزلي.


ښاغلي اریوبي ویلي، یوه بله ډله افغان پیلوټان دا مهال په چک کې په زده کړې بوخت دي او هیله مند دی چې دا بهیر دوام ومومي.


د افغانستان هوايي ځواک چې د کورنیو جګړو پر مهال په بشپړه توګه له منځه تللی و، په وروستۍ لسیزه کې د نړېوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ناټو په همکارۍ بیرته په پښو دریدلی او د افغانستان دولت وايي چې د پیاوړتیا او موثریت لپاره یې لا هم د نړیوالې ټولنې د همکارۍ دوام ته اړتیا ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса