Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

ولسمشر غني: جنرال رازق د "دښمنانو" د دسيسې په نتيجه کې "شهيد" شوى

0
د افغانستان ولسمشر وايي، د کندهار پخوانى امنيه قوماندان د "دښمنانو" د يوې لويې دسيسې په نتيجه کې "شهيد" شوى دى.


محمد اشرف غني دا خبره نن د لويې جرګې په خېمه کې د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د لومړي تلين په غونډه کې وکړه.


د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تېر کال د ولسي جرګې له انتخاباتو دوه ورځې مخکې د تلې یا میزان په ۲۶مه د کندهار د ولایتي غونډو په خونه کې په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو ځيني عالي رتبه چارواکي هم حاضر وو، د یوه افغان ساتونکي په ډزو ووژل شو.


د کندهار ولایت دغه وژل شوي امنیه قوماندان له څو کلونو په کندهار ولایت کې د مخالفانو ډېری حملې شنډې کړې وې او د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت کې ېې ستره برخه لرله.


د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم په يوه اعلاميه کې د جنرال رازق وژنه يوه ضايعه ګڼلې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса