Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

نامعلومو وسله والو د پکتیکا د ارګون د ابتدائیه محکمې رئیس وژلی

0
په پکتیا کې نامعلومو وسله والو د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس وژلی. 


د پکتیا امنیتي چارواکي وایي چې قاضي لاهور تېر مازیګر د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د نامعلومه کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.


د ولایت مقام ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته پېښه تأیید کړه او وایي چې د امنیتي ځواکونو له خوا د نوموړي د وژنې په قضیه کې د ښکېلو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.


د وژل شوي قاضي مشر زوی عبدالولي تدبیر ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې هغه مهال چې له کوره د دندې په لور وتلی، په لاره کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی. 


نوموړی له امنیتي ځواکونو غواړي چې د پلار د وژنې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.


تر اوسه د نوموړي د وژنۍ مسؤلیت چا نه دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса