Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د بدخشان د بهارک - اشکاشم سړک به په شپږو میاشتو کې جوړ شي

0
د بدخشان د بهارک - اشکاشم د سړک جوړولو مسؤلان وايي چې دا لار به په شپږو میاشتو کې پخه شي. 


دا سړک د بدخشان له بهارک ولسوالۍ پیلېږي، په وردوج او زېباک تېرېږي او په اشکاشم ولسوالۍ کې د تاجکستان پر پوله ختمېږي.


د دې سړک د جوړولو کار د روف عزیز په نوم یوه شرکت ته سپارل شوی دی.


د دې شرکت مسؤل، سراج ملت پرون د اکټوبر په اتلسمه په بدخشان کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي: "موږ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پر دې سړک کار پیل کړ، ټول سړک ۱۰۸ کیلومتره دی، هڅه کوو چې په شپږو میاشتو کې یې کار خلاص کړو.


د دې سړک د جوړلو لپاره بودجه د اسیا پراختیايي بانک ورکړې ده.


پر دې سړک به لږترلږه ۹۸ میليون ډالره ولګول شي.


په بدخشان کې چارواکو ویلي چې د دې سړک له بشپړېدو سره به له بدخشانه د تاجکستان سرحدي سیمو ته د تجارتي مالونو لېږد رالېږد ډېر اسان شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса