Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د روسیې او کوسوا لوبډلې د مخامخ کېدو اجازه نه لري

0
د اروپا د فوټبال اتحادیې ویلي چې د روسیې او کوسوا د فوټبال لوبډلې د امنیتي ګواښ له امله تر دې وروسته د فوټبال په اروپايي سیالیو کې د مخامخ لوبې اجازه نه لري.


د اروپا د فوټبال د اتحادیې د بېړنیو حالاتو پلاوي پرون د اکټوبر په اتلسمه دا پرېکړه وکړه.


دې پلاوي وویل چې د روسیې او کوسوا لوبډلې تر بلې خبرتیا د مخامخ کېدو اجازه نه لري.


دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د فوټبال لوبډله په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اروپا د فوټبال په فاینل مسابقو کې د ګډون لپاره غوره شوې ده.


د کوسوا د لوبډلې موقعیت هم پیاوړی بلل کېږي او داسې ګڼل کېږي چې په دې سیالیو کې به د ګډون لپاره غوره شي. 


کوسوا په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له صربیا خپلواکي اعلان کړه.


خو صربیا او روسیې د کوسوا استقلالیت په رسميت نه دی پېژندلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса