Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

څارونکي: په سوریه کې د ترکي ځواکونو په حمله کې ۱۴ ملکيان وژل شوي

0
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې یوې خپلواکې ادارې ویلي چې د سوریې په شمال ختیځو سیمو کې پرون د اکټوبر په اتلسمه د ترکي ځواکونو په هوايي حمله کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.


د دې ادارې په وینا، هوايي حملې د رأس العین ښار ختيځو پولو ته نږدې د باب الاخیر په کلي کې شوې دي.


په حملو کې د کُردانو د ډموکراتیکې سوریې ځواک ۸ جنیګالي هم وژل شوي دي.


خو د امریکاد متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په یوه ټوېټ کې ولیکل چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ږغېدلی دی.


ټرمپ ولیکل چې د ترکیې ولسمشر ورته ویلي چې د سوریې په شمال کې د سنایپر ټوپکو او هاوان ډزې شوي، خو ژر بندې شوې دي.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم پرون په استانبول کې خبریالانو ته وویل چې د سوریې په شمال کې پوځي عملیات يې درولي او پر هغه موافقه ولاړ دي چې له امریکا سره یې کړې ده.


خو د سوریې په شمال کې د کُردي ځواکونو ویاند ویلي چې ترکيې پر کړې ژمنه عمل نه دی کړی او هوايي او ځمکني عملیات یې په شدت روان دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса