Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

چارواکي: په کندهار کې په يوه جومات او کور کې د چاودنو مخه نیول شوې

0
ځانګړو افغان ځواکونو د کندهار په میوند کې په يوه جومات او کور کې د چاودنو مخه نیولې.


د کندهار د والي ویاند احمد بهير احمدي ازادي راډيو ته وويل، وسله والو د ميوند ولسوالۍ د سره بغل د کانټنر باز په سيمه کې په یوه جومات او يو کور کې چاوېدونکي توکي ځای پر کړي وو چې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې کشف او له منځه وړل شوي دي.


احمدي وايي، په دغو عملياتو کې درې وسله وال هم وژل شوي دي.


د کندهار د والي ویاند وایي، په دغو عملياتو کې ملکي او پوځي کسانو ته زيان نه دی اوښتی.


طالب وسله والو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса