Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

چارواکي: په هلمند کې پنځه‌لس وسله‌وال طالبان وژل شوي

0
افغان امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې یې د هوايي عملیاتو په پایله کې د یو شمېر قوماندانانو په ګډون پنځه‌لس وسله‌وال طالبان وژلي دي.


د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مسؤل نصیب ګل ځاځي ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات د هلمند ولایت په مارجه او نهرسراج ولسوالیو کې شوي دي.


ښاغلي ځاځي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل.


د حکومت مخالفو وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса