Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

هیلري کلنټن وایي، تولسي ګابارد د روسیې د خوښې وړ شخص دی

0
د امریکا د ډموکرات ګوند غړې هیلري کلنټن وايي، د امریکا راتلوونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د دې ګوند نوماند تولسي ګابارد د روسیې د خوښې وړ شخص دی.


د امریکا متحده ایالاتو د ډموکرات ګوند غړې هیلري کلنټن چې ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ټاکنې وبایلودې، وايي چې د امریکا راتلوونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د دې ګوند نوماند تولسي ګابارد د روسیې د خوښې وړ شخص دی.


مېرمن کلنټن همدا ډول په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د زرغون ګوند نوماند جېل سټېن د روسيې پانګه بللې ده.


اغلې کلنټن دا څرګندونې د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د پودکاسټ کمپاین اېچ‌ کیو خپرونې سره کړي دي.


ها خوا ځیني کارپوهان وايي، د یوه بل درېیمګړي ګوند له‌خوا د یو شمېر رأیو ګټل به مرسته وکړي چې ډونالد ټرمپ د دوهم ځل لپاره د امریکا ولسمشر شي.


بل لور ته بیا تولسي ګابارد لیکلي، جګړه خوښوونکې ملکه او د فساد بېلګه چې ډموکرات ګوند یې له ډېر وخت راهیسې له بربادۍ سره مخ کړی، بالاخره د پردې له شا راووته.


د زرغون ګوند نوماند جېل سټین چې په ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کې یې زیاتې رأیې ونه ګټلې، خو ځیني شنونکي په دې باور دي چې د ډونالد ټرمپ د بریا سره یې ډېره مرسته کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса