Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

یو عراقی چې په نیوزیلنډ کې بندي و، په استرالیا کې محکمې ته حاضر شو

0
یو عراقی چې په نیوزیلنډ کې بندي و او استرالیا یې د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، نن شنبه د اکټوبر په ۱۹مه نېټه، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په اوبو کې د سلګونه کسانو د ډوبېدو په قضیه کې د لاس لرلو له کبله، په استرالیا کې محکمې ته حاضر شو.


دا شخص په انساني قاچاق تورن دی.


تورن میثم راضي نومېږي او د عراق اوسېدونکی دی.


د هغه دوسیه ۱۸کاله وړاندې پېښې سره اړیکه لري.


هغه مهال چې میثم ۲۴ کلن و، د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې یې د سیواکس په نامه یوې کښتۍ کې سلګونو مسافرو ته د اندونیزیا د سوماترا جزیرې څخه د کرسم ایرلنډ جزیرې ته د استرالیا پر لور حرکت ورکړ.


دا کښتۍ په نړیوالو اوبو کې ډوبه شوه چې له کبله یې ۳۵۳ مسافر چې ۱۵ ماشومان او ښځې هم په کې وې، په اوبو کې ډوب شول.


د دوی له‌منځه یوازې ۴۴ تنه یې وژغورل شول.


میثم راضي اوس‌ مهال ۴۳ کلن دی او د جمعې په ورځ د نیوزیلنډ له‌خوا استرالیا ته وسپارل شو.


که چېرې هغه د محکمې له‌خوا مجرم وپېژندل شي، لږترلږه به په لس کلن بند محکوم شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса