Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د اروپایي ټولنې مشر د بریتانیا د وتو د ځنډ په اړه مشوره کوي

0
د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک وايي له اروپايي ټولنې د بریتانیا په وتو کې د ځنډ په اړه د بریتانیا د حکومت د رسمي غوښتنې په مسئله کې د دې ټولنې له مشرانو سره سلامشورې کوي.


د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د یوې لایحې له مخې اړ شو چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا په وتلو یا بریګزیت کې د ۳ میاشتني ځنډ غوښتنه وکړي.


د بریتانیا پارلمان پرون شنبه په یوه استثنايي غونډه کې د ۳۰۶ منفي رأیو پر وړاندې په ۳۲۲ موافقو رأیو د بریګزیت پرضد رأیه ورکړه.


جانسن په جولای میاشت کې د صدراعظم په توګه له دې ژمنې سره په کار پیل وکړ چې بریتانیا به د روانې اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې له اروپايي ټولنې باسي.


ډونالد ټوسک پرون پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې له جانسن سره یې د پارلمان له رأیې وروسته خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اوس دی د بریتانیا د حکومت د رسمي غوښتنې په انتظار دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса