Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د انګلستان "۱۰۰-بال سیالیو" ته څلور افغان لوبغاړي وپېرل شول

0
د افغانستان د کرکټ څلور لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجیب‌الرحمن او قیس احمد د انګلستان "۱۰۰-بال سیالیو" لپاره چې د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي، وپېرل شول.


راشد خان او مجیب‌الرحمن په ۱۲۵ زره پونډو، محمد نبي په ۱۰۰ زره او قیس احمد بیا په ۶۰ زره پونډه پېرل شوي دي.


په دغو سیالیو کې به راشد خان د ټرېنټ راکېټس لوبډلې، قیس احمد وېلش فایر لوبډلې، محمد نبي لندن سپایرېټ لوبډلې او مجیب‌الرحمن ځدراڼ به د نارترن سوپر چارجرز لوبډلې لپاره لوبې وکړي.


د "١٠٠-بال سیالۍ" بېخي نوې دي چې د ٢٠٢٠ د جولای او سپټمبر ترمنځ په انګلستان او ولز کې د اتو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. یو اېننګز یا پانړۍ ١٠٠ باله او پاور پلې یې ۲۵ بالونه ده.


د دې سیالیو د اصولو له مخې، یو توپ اچوونکی پرله‌پسې پنځه باله هم کولای شي او د ۱۰ توپونو د اچولو حق هم لري.


بل توپیر یې دا دی چې د پاور پلې پر مهال نهه لوبغاړي کولای شي چې د پاور پلې له لیکې بهر توپ نیونه وکړي، خو دوه لوبغاړي باید د دایرې دننه پاتې شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса