Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

لوګر کې پولیسو د طالبانو یو مهم قوماندان او شپږ وسله‌وال وژلي

0
په لوګر کې امنیتي چارواکي وایي، پولیسو په دوو ولسوالیو کې په عملیاتو کې د طالبانو یو مهم سرګروپ او شپږ وسله‌وال وژلي او څلور نور یې له طالبانو سره د اړیکو په تور نیولي دي.


د لوګر د پولیسو ویاند شاه‌پور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د پولیسو ځانګړو ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ په اب بازک کلي کې په عملیاتو کې د رحمت‌الله په نوم د طالبانو یو مهم سرګروپ وواژه.


د هغه په خبره امنیتي ځواکونو په همدې ولسوالۍ کې څلور کسان له مخالفینو سره د اړیکو په تور نیولي هم دي.


ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې په خروار ولسوالۍ کې بیا په پوځي عملیاتو کې شپږ وسله‌وال وژل شوي.


د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د خروار په عملیاتو کې وژل شوي کسان طالبان نه، بلکې ولسي وګړي دي، خو د نورو عملیاتو په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса