Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

ایران په سوریه کې د ترکیې د پوځي پوستو له جوړولو سره مخالفت وښود

0
ایران په سوریه کې دننه د ترکیې د پوځي پوستو له جوړولو سره مخالفت څرګند کړ او ویې‌ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو درناوی باید وشي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي چې نن په اوونیز خبري کنفرانس کې چې له دولتي ټلوېزیونه خپرېده، څرګندونې کولې او ویې‌ویل چې د سوریې او ترکیې ترمنځ مسایل باید له ډيپلوماتیکې لارې هوار شي.


هغه زیاته کړه، تهران په سوریه کې د ترکیې د پوځي پوستو د جوړولو مخالف دی او د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی باید وشي.


تېره اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې په شمال کې په موقت ډول د جګړې له درېدو سره موافقه وکړه چې پر اساس‌یې کُرد ځواکونه چې ترکیه‌یې په وړاندې جګړه پیل کړې، وکولای شي له دې سیمې ووځي.


دې ته په پام سره چې د ترکیې د موقت اوربند مهلت سبا سې شنبه پای ته رسېږي، د سوریې د کُرد ځواکونو چارواکو ویلي چې لېوال دي چې د امریکا په منځګړیتوب د رامنځته شوي اوربند د رعایتولو لپاره د سوریې له شمالي برخې خپل ځواکونه وباسي، خو په دې شرط چې د ترکیې په مشرۍ ځواکونه په سیمه کې پاتې کُرد ځواکونو او ملکیانو ته اجازه ورکړي چې د جګړې له سیمې ووځي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون یکشنبه وویل چې انقره نه‌غواړي چې یو کُرد وسله‌وال هم په هغه خوندي سیمه کې پاتې شي چې ترکیه‌یې د رامنځته کولو پلان لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса