Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

پوتین: غواړو په افریقا کې د روسیې حضور پیاوړی کړو

0
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، دې ته سترګې په لاره دی چې د اکټوبر له ۲۳مې تر ۲۴مې پورې په سوچي ښار کې د روسیې او افریقا د لومړنۍ سرمشریزې کوربه‌توب وکړي.


د پوتین په وینا په دې سرمشریزه کې به د نړۍ د هېوادونو له مشرانو سره د تروریزم په وړاندې د مبارزې، د پوځي او سوداګریزې همکارۍ په ګډون پر یو لړ مختلفو مسایلو نظریات تبادله کړي.


ښاغلي پوتین نن د روسیې له تاس دولتي خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، دی غواړي چې د افریقا په وچه کې د روسیې حضور له دې پرته چې په سیمه کې له نورو سیالانو لکه متحده ایالاتو او چین سره ځان په تقابل کې واچوي، پیاوړی کړي.


پوتین ویلي دې ته په پام سره چې د افریقا وچه د نوښتونو د یوه پراختیایي مرکز په بدلېدو، د نفوس په زیاتوالي او په چټکې اقتصادي ودې سره د مهمې وچې په توګه د راڅرګندېدو په حال کې ده، ورسره د ودې په حال کې هېوادونو د اړیکو د پراخوالي لېوالتیا هم زیاته شوې ده.


پوتین د دغو هېوادونو له ډلې هند، ترکیه، د خلیج هېوادونه، جاپان، جنوبي کوریا، اسرائیل او برازیل یاد کړل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса