Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

اندرابي: طالبان د مقاومت توان نه‌لري او ماته‌یې خوړلې

0
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، طالبان نور له افغان ځواکونو سره د مقاومت توان نه‌لري او ماته‌یې خوړلې ده.


ښاغلي اندرابي چې نن د دوشنبې په ورځ د جنرال عبدالرازق په نوم د پولیسو د ملي اکاډمۍ د نومولو په مراسمو کې خبرې کولې، وویل چې د طالبانو مشران د افغان ځواکونو له وېرې پټ شوي او یوازې هغه وسله‌وال‌یې جګړه کوي چې تېروتي دي.


دی وایي: "له طالب وسله‌والو زموږ غوښتنه دا ده چې خپله وسله په ځمکه کېږدي او د افغان ځواکونو د حق نارې ته لبیک ووايي، که داسې ونه‌کړي، زموږ د ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي."


د کورنیو چارو سرپرست وزیر همدا ډول جنرال عبدالرازق یو اتل او زړور شخصیت یاد کړ چې په خبره‌یې، د هېواد د ګټو او دفاع په خاطر یې ځان قربان کړ.


د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تېر کال د میزان د میاشتې په ۲۶مه نېټه د کندهار ولایت مقام کې د پخواني والي توریالي ویسا د یوه ساتونکي له‌خوا چې وروسته د طالبانو نفوذي کس یاد شو، ووژل شو.


طالبانو د جنرال عبدالرازق د وژنې مسؤلیت ومانه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса