Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

چارواکي: په زابل کې د وسله‌والو په راکټي بريد کې ۳ ملکیان وژل شوي

0
په زابل کې د وسله‌والو په راکټي بريدونو کې ۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.


دغه پېښه پرون له غرمې وروسته د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.


د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډيو ته وويل چې وسله‌والو طالبانو له کندهاره د امنیتي ځواکونو د اکمالاتي توکو د کاروان په نښه کولو په موخه پر ياد کاروان د شاجوی ولسوالۍ د بازارګان په سيمه کې راکټي بريدونه وکړل چې د راکټ دوه مرمۍ په سیمه کې د کوچيانو پر کېږديو ولګېدې چې له امله‌يې د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان دي.


سيال وایي، په ټپيانو کې هم ښځې، ماشومان او لويان شامل دي.


طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса