Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ننګرهار کې وروستی برید غندلی

0
د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ننګرهار په هسکه مېنه کې پر یوه جومات د شوي برید په تړاو تازه بیان کې ویلي، د دا ډول ترهګریزو بریدونو له ترسره کونکو، تنظیمونکو او تمویلونکو سره باید حساب وشي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د هسکې مېنې د جو درې په جومات کې د جمعې د ورځې برید وحشیانه او ناځوانمردانه بللی او پر ټولو هېوادونو یې ټینګار کړی چې نړیوالو قوانینو ته د خپلې ژمنتیا پر بنسټ دې، د دا ډول پېښو مخنیوي کې د افغانستان له دولت او اړوند چارواکو سره فعاله همکاري وکړي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیان کې ددې شورا غړو یو وار بیا پرې دې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ هر ډول او بڼه نړیوالې سولې او امنیت یو جدي ګواښ دی.


تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش په شمول د نړۍ یو شمېر نورو سیاستوالو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو د ننګرهار وروستی خونړی برید غندلی و.


د تېرې جمعې په ورځ په دې برید کې لږ تر لږه اویا تنه لمونځ کونکي ووژلشول او تر شپیتو زیات نور ټپیان شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса