Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

لبنان کې اعتراضونه؛ د حکومت کابینې د اصلاحاتو یوه نوې بسته تصویب کړه

0
د لبنان کابینې د اصلاحاتو یوه بسته تصویب کړه چې په نتیجه کې یې د دغه هېواد اقتصادي بحران پای ته ورسیږي.


د لبنان صدراعظم سعد حریري د دوشنبه په ماښام (اکټوبر ۲۱مه) په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، دا اصلاحات تر ۷۲ ساعته ضرب الاجل وروسته تصویب شول.


حریري په دې تازه اقدام کې د چارواکو او د پارلمان د استازو د امتیازونو د کمېدو خبره هم وکړه.


"د اوسنیو او پخوانیو ټولو استازو او وزیرانو معاشونه پنځوس سلنه کمیږي. د بیارغونې او پراختیا د کمېټې بودیجه چې په جنوب کې د بیځایه شویو لپاره کار کوي، ۷۰ سلنه کمیږي."


لبنان په وروستیو څو ورځو کې د پراخو حکومت ضد مظاهرو شاهد وو چې په څو وروستیو لسیزو کې یې ساری نه درلود.


د دوشنبه په ورځ هم زرګونه کسان د بیروت سړکونو ته راووتل او د اصلاحاتو او دندې د موندلو لپاره یې د حکومت د اقداماتو غوښتنه کوله .


داسې ښکاري چې تازه اقدام یو شمېر اعتراض کوونکي قانع کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса