Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیايي اتلولیو مقدماتي لوبو لپاره ایران ته لاړه

0
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا د فوټسال اتلولیو په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلې.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسوول شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان د دغو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سبا چهارشنبه د ازبکستان پر وړاندې کوي.


ښاغلی امیني وايي، په دغو سیالیو کې افغانستان، له ازبکستان، تاجکستان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی.


د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوهمه لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د تاجکستان او د همدې میاشتې په ۲۵مه د نيپال پر وړاندې ده.


د دې سیالیو په پای کې د هر ګروپ څخه دوه مخکښې لوبډلې د ۲۰۲۰ میلادي د اسیا د فوټسال سیالیو اتلولیو لوبو ته چې په ترکمانستان کې کېږي، لار پیدا کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса