Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

لغمان کې سلګونه ښوونکو کاري اعتصاب کړی

0
د  لغمان په علینګار ولسولۍ کې نن د ښوونکو د اعتصاب دوهمه ورځ ده. له دې امله زرګونه زده‌کوونکي ښوونځي ته له تلو پاتې شوې دي.


په علینګار کې یوه ښوونکي هېواد نن (اکټوبر ۲۲مه) ازادي راډیو ته ویل: "له موږ سره حکومت شپږ کاله وشول چې د یوې-یوې نمرې ځمکې ژمنه کړې، خو تر اوسه‌یې نه‌ده عملي کړې."


په علینګار ولسوالۍ کې د ۸۰ ښوونځیو ۱۴۰۰ ښوونکي په دې اعتصاب کې ګډون لري.


خو د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت ویلي چې دا ستونزه به حل کړي.  


اغلې نزهت ازادي راډیو ته وویل، حکومت د ځمکې پر ځای، ښوونکو ته تیار کورونه ورکوي، خو ښوونکي باید حوصله وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса