Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

ټرمپ بېرته له اوکراین څخه له محصول پرته د ځینو توکو واردول پیل کړي

0
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بېرته د اوکراین څخه له محصول پرته د ځینو توکو واردول پیل کړي دی.


سپینې ماڼۍ دا خبره وروسته له هغې کړې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د اوکراین پر اموالو د ګمرکي محصول معافیت ځنډول شوی و.


د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډیسمبر کې یې د یو شمېر اوکرایني اموالو لپاره له ګمرکي محصول معافیت ځکه وځنډاوه چې کیېف په سمه توګه د ”معنوي مالکیت حقونه“ نه رعایتول.


خو نوموړي ویلي چې اوس بېرته ځکه ځینو اوکرایني څیزونو ته له ګمرکي محصول د معافیت اجازه ورکوي چې اوکراین په دې برخه کې پرمختګ کړی دی.


دا اقدام په داسې حال کې دی چې د امریکا د استازو په مجلس کې ډموکراټانو داسې څېړنې پیل کړي چې د ولسمشر ټرمپ استیضاح ته لاره هوارولی شي او تر ډېره له کییف سره د ولسمشر ټرمپ پر چلند راڅرخي.


د امریکا ډموکراټان ادعا کوي چې ټرمپ پر اوکراین فشار راوړی چې د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی د کاروبار په اړه څېړنې وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса