Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

خالد: پر افغان ځواکونو د سیاسي او قومي مصلحتونو د اغېز ستونزه حل ده

0
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ویلي چې د سیاسي او قومي مصلحتونو پر اساس ټاکنو د امنیتي ځواکونو پر فعالیت سخت بد اغېز کړی و.


اسدالله خالد پرون د اکټوبر په ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې دا ستونزه اوس حل شوې ده.


اسدالله خالد وویل: "په امنیتي قواوو کې سیاسي مسایلو، قومي مسایلو، د سیاسي او قومي مصلحتونو له مخې د مهمو دولتي څوکیو وېش پر امنیتي ځواکونو او د هغوی پر فعالیت ډېر زیات اغېز کړی و."


د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې اړه نور توضیحات ورنه کړل.


هغه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته تللی دی.


د رپوټونو پر اساس، د ملي یووالي حکومت په ځینو ملکي ادارو کې هم د قومي او سیاسي مصلحتونو پر اساس د لویو څوکیو وېش د سیاسي لانجو او د اداري فساد د پراختیا یو اساسی دلیل دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса