Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

دفاع وزارت: د جمهوریت روغتون مخې ته د ترورېستي حملې طراح ووژل شو

0
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې د جمهوریت روغتون مخې ته د ترورېستي حملې طراح قاري برهان ووژل شو.


د کابل ښار د صدرات پر څلور لاري کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په ۲۷مه په بمي چاودنه کې تر ۳۰۰ زیات وګړي مړه او زخمیان شول.


د ملي دفاع وزارت ویلي چې قاري برهان د حقاني شبکې له لویو قوماندانانو و.


دغه قوماندان د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې ووژل شو.


د ملي دفاع وزارت په بیان کې چې پرون د اکټوبر په ۲۵مه خپور شوی، ویل شوي چې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې په دې عملیاتو کې یو شمېر عرب او پاکستاني وسله وال هم وژل شوي دي.


د ملي دفاع وزارت ویلي چې قاري برهان د یوې خطرناکې ترورېستي کړۍ مشر و.


د دې وزارت په وینا، قاري برهان په لوګر کې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېسيون مشري هم کوله او په غزني او لوګر کې یې د القاعده شبکې د انتحاریانو او نورو ترورېستانو د فعالیت زمینه برابروله.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса