Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د بغلان په دوشي کې د یوې کورنۍ اووه غړي په ډزو وژل شوي

0
تېره شپه د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ اووه غړي په ډزو وژل شوي دي.


د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه څو وسله وال کسان د زارعه په کلي کې یو کور ته ننوتي او د کورنۍ په ټولو غړو یې ډزې کړي.


د نوموړي په وینا، په پېښه کې څلور ماشومان، یو ځوانه نجلۍ د مور او پلار سره یې وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.


نوموړي دا پېښه د شخصي دښمنیو له کبله بللې او زیاته کړې یې ده چې قاتلان تښتېدلي او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي.


ځايي چارواکو د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودلی دی.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса