Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

چارواکي: په زابل او ارزګان کې ۱۲مخالف وسله وال وژل شوي

0
چارواکي وايي چې په زابل او ارزګان کې ۱۲وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.


په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحیی علوي ازادي راډيو ته وويل، د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ د زابل ولایت په مېزانه ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي چې له امله یې ۹ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.


علوي وایي، وژل شوي او ټپي شوي وسله وال ټول د ملا دادالله او قاري سیف الله د ډلې اړوند دي.


د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند همداراز وایي چې د ملي اردو ځواکونو د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې هم د وسله والو پر پټنځايونو بریدونو کړي چې له امله یې ۳ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.


په دغو عملیاتو کې د افغان ځواکونو د زيان يادونه نه ده شوې.


طالبانو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса