Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبډلې بنګله دېش ښځینه لوبډلې ته ماته ورکړه

0
د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبډلې بنګله دېش ښځینه لوبډلې ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه.


د بنګله دېش او پاکستان ښځینه لوبډلو ترمنخ د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ چې په لاهور کې د اکټوبر له ۲۰ مې ڼېټې پیل شوي، د سریز لومړۍ هغه یې پاکستانۍ لوبډلې په ۱۴ منډو وګټله.


په یاده لوبه کې د پاکستان ښځینه لوبډلې د پچې په ګټلو لومړی توپوهنه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابلې لوبډلې ته ۱۲۷ منډې هدف وټاکه.


 د بنګله دېش لوبډلې له لوري جهانارا اسلم ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول، په ځواب کې یې بنګله دېشۍ لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۲ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۴ منډو پاکستان ته وبایلله.


د یادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به بله لوبه د همدې میاشتې په ۲۸ مه نېټه وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса