Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د کندهار په میوند کې د هوایي بريدونو له امله ۱۱ وسله وال وژل شوي

0
د کندهار په میوند کې د هوایي بريدونو له امله ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.


په وژل شویو وسله والو کې د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال حافظ ملتان د ډلې درې غړي هم شامل دي.


په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي ازادي راډيو ته وويل، افغان ځواکونو هوایي عمليات تېره شپه د میوند ولسوالۍ د عظيم جان کارېز او کلا ښامير په سیمو کې د وسله والو پر يوه پټنځای او يو موټر ترسره کړي چې له امله یې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.


علوي وایي، په ترسره شویو عملياتو کې د وسله والو يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.


د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند همداراز وایي چې د ملي اردو ځواکونو په عملياتو کې د زابل په ارغنداب او د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې هم ۳ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса