Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

په فرانسه کې ۸ افغان پناه غوښتونکي چې سړې هوا وهلي وو، وژغورل شول

0
اته تنه پناه غوښتونکي چې ویل کېږي افغانان دي، پرون په فرانسه کې وروسته له هغه له یوې یخچالدارې لارۍ وژغورل شول چې سړې هوا وهلي وو.


د فرانسې قضايي چارواکو ویلي چې دا کسان د فرانسې له کالې کمپه غوښتل ځانونه بندر ته ورسوي، څو له هغه ځایه بریتانیا ته ولاړ شي.


په دغو پناه غوښتونکو کې څلور ماشومان شامل دي.


د یخچالدارې لارۍ دوه رومانیايي چلوونکي نیول شوي دي.


افغان پناه غوښتونکي وروسته روغتون ته وړل شوي دي.


د فرانسې په سرحد کې د پناه غوښتونکو ژوند داسې وخت ژغورل شوی چې تېره چهارشنبه د بریتانیا پلازمېنې لندن ته نږدې په ایسکس ښار کې د ۳۹ هغو پناه غوښتونکو جسدونه له یخچالدارې لارۍ وموندل شول چې د موټر دننه سړې هوا مړه کړي و.


دا ټول ۳۹ کسان چینایان وو چې غوښتل یې ځانونه په یوې لارۍ کې چې هوا یې زیاته سړه شوې وه، لندن ته ورسوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса