Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د پاکستان له خوا افغانانو ته د ویزو کمولو اندېښنې راولاړې کړي

0
پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا افغانانو ته د ویزو په ورکولو کې کموالی راوړی دی. ځینې افغانان د پاکستان پر دغه اقدام سخت انتقاد کوي او وايي، هره ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته راټولیږي خو ویزه نه شي ترلاسه کولی.


په ورته وخت کې په کابل د پاکستان سفارت وايي، دغه اقدام یې په پاکستان کې روان وضعیت ته په کتو، کړی دی.


له هغې وروسته چې پاکستان، افغانانو ته د ویزو په ورکولو کې کموالی راوستی، په کابل کې د دغه سفارت مخې ته ویزو ته د اړو افغانانو کتارونه اوږده شوي چې ددوی په وینا په ورځو ورځو ویزې ته انتظار کوي.


ځینې ادعا کوي چې کمیشنګاران د یوې ویزې په بدل کې ان تر ۱۰ زرو افغانۍ غواړي چې د ډېرو کسانو له وسې پوره نه ده.


په ورته وخت کې د پاکستان سفارت چارواکي وايي چې د پاکستان وضعیت ته په کتو به د افغانانو لپاره د ویزو په ورکولو کې کموالی راولي.


په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصراله د یکشنبې د ورځې په ماښام په دې اړه خبریالانو ته وویل:


"هیڅ ګاونډی هېواد افغانانو ته دومره ویزې نه ورکوي. موږ د افغانانو لپاره د ویزې په ورکولو کې ازاد چلند لرو، خو که فساد موجود وي، هغه د سفارت له انګړ نه بهر دی."


د پاکستان سفارت څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې په تېرو نهو میاشتو کې یې ۴۵۰ زره زره افغانانو ته ویزې ورکړي دي.


پاکستان ته هره ورځ په زرګونو افغانان د درملنې، سوداګرۍ او د خپلو خپلوانو لیدو لپاره ورځي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса