Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

"د ۲۰۲۰ کال تر جنورۍ له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل وځنډول شول"

0
اروپايي ټولنې موافقه وکړه چې له دې ټولنې څخه د بریتانیا وتل دې راتلونکې کال جنورۍ تر ۳۱مې وځنډول شي. 


د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک پر خپل ټویټر وویل، د اروپايي ټولنې ۲۷ نورو غړو هېوادونو "د بریتانیا هغه غوښتنه ومنله چې بریګزیټ دې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې وځنډول شي."


نوموړې زیاته کړې "تمه ده چې دا پریکړه به دې اونۍ کې د لیکني مراحلو له لاري رسمي شي."


 ددې هوکړې له مخې که چېرې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه د دواړو خواوو توافق رامنځ ته شي، بریتانیا د جنورۍ تر ۳۱ مې مخکې له دې بلاک څخه وتلی شي.


د ټوسک له خوا دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې د اروپايي ټولنې ډیپلوماتان په بروکسل کې راټول شوي، ترڅو له دې ټولنې د بریتانیا په وتلو کې ځنډ تصویب کړي چې ټاکل شوې وه د اکټوبر تر ۳۱ مې نیټې له دې ټولنې ووځي.


دا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په بریتانیا له اروپايي ټولنې څخه ددغه هېواد د وتلو په اړه له ترسره شوې ټولپوښتنې راهېسې دویم ځل دی چې د بریګزیټ (اروپايي ټولڼې څخه د بریتانیا وتل) ضرب الاجل غځېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса